دافغانانو دودی او یووالی دټولنی(۲۰۱۲ ) د غړیتوب د غوښتنی لږترلږه لس دلیلونه
۱– که غواړی چه د لمانځه د اداکولو ځای ولری.
۲ـ که غواړی چه د فاتحی د مراسمو له پاره ځای ولری.
۳ـ که غواړی چه ستاسو اولادونه(ماشومان) د مورنی ژبی د زده کړی له نعمته څخه ګټه واخلی.
۴ـ که غواړی چه ستاسو او لادونه(ماشومان) ددینی علومواو قران شریف دزده کړی څخه ګټه واخلی.
۵– که غواړی چه ستاسو اولادونه د خپل ګران هیواد دتاریخ او جغرافیی د زده کړی څخه ګټه واخلی.
۶– که غواړی د خپل ځان او اولادو له پاره د راغونډیدو مناسب ځای ولری.
۷– که غواړی چه د خپلی ټولنی د اړتیاودلیری کولو سره مرسته وکړی په داسی توګه چه وده او یوالی هم ورسره مل وی.
۸– که غواړی و ټولنی ته پر خپل ځان ډاډه او ویاړلی اولادونه وړاندی کړی.
۹– که غواړی چه خپله دینی ، ملی، دتاریخی او ځانی دنده د افغا نیت اوافغانستان سره په تړاوکی وسرته ورسوی.
۱۰– او په پای کی که نه غواړی چه د پردیسی په غیږکی مو مادی او معنوی ارزښتونه له منځه ولاړسی.