د لوی خدای په نامه چه پر ښځه او نر یی علم فرض کړی دی
ترټولو غوره هغه څوک دی چه د خلګو لپاره ګټوره وی
د افغا نانو ۲۰۱۲دودی او یووالی ټولنی راپورچه د ټولنی د سریزی دوری څخه د ټولنی
تر جوړیدو پوری او د ټولنی د جوړیدو څخه بیا د (۲۰۱۲)کال تر پایه پوری
۱-د افغا نانو د وړو کړیو تر خبرو اترو وروسته د اکتوبر پر ۶ نیټه د لایډن د ښار او د هغه ښار د شااو خوا سیمو اوسیدونکی افغا نان د لومړنی غونډی لپاره چه موخه یی د فرهنګی او د ینی مرکز جوړیدل وه راوغوښتل سوه چه په نموړی غونډه کی پنځه کسان د لارښود هیت په غړیتوب د حاضیرینو لخوا و ټاکل سوه۰
۲- په هالنډ کی د نورو افغانی ټولنو د خوږو او ترخو تجربو څخه په ګټه اخستلو سره ددرو میاشتو په لړ کی د (۲۰۱۱) کال تر پایه پوری د ټولنی کړنلاره ولیکل سوه او پر (۲۸-۱۲-۲۰۱۱) کال په رسمی توګه سره د افغا نانو د (۲۰۱۲) د یووالی اوودی د ټولنی په نامه په مستوفیت او وروسته د سوداګری په کوټه کی ثبت او راجستر سول۰ د یادولو وړده چه دا ټولنه د ګټی د په لاس راوړلو لپاره نه بلکه یواځی د ټولنیز چوپړ لپاره ثبت سویده لدی امله د مالی و دفترته د حساب ورکولو څخه خلاصه ده ځکه نو د ټولنی مسول کسان د خپلو غړو او هم د مالیی د دفتر په وړاندی ځواب ورکونکی دی چه بیله معاش په خپله خوښه کارکوی
۳- د افغا نانو د (۲۰۱۲) د یووالی او ودی ټولنی د (۲۰۱۲) کال د جنوری د لمړی نیټی څخه په عملی توګه په کار پیل کړی د
۴- ټولنی د مالی چارو د سرته رسولو لپاره د بانک نمبر خلاص کړی او د پر له پسی هڅو په نتیجه کی وکولای سوه چه د غړو د غویتوب د پیسو لیږدول و بانک ته په اتومات ډول سره و سرته ورسوی
۵- ټولنه د مکتوبونو او لیکنو لپاره پستی ادرس او برښنایی ایمل ادرس لری
۶- ټولنی یو روښانه او ځواب ورکونکی اداری سستم بنسټ کښیښود او تل هڅه کوی چه خپل کارونه د ټولنی د کړنلاری سره سم و سرته ورسوی
ددی لپاره چه مالی چاری په روښانه توګه وسر ته ورسیږی ټولنه د هغو غړوڅخه چه تر اوسه پوری خپل د غړیتوب پیس په نقدی ډول ورکوی د زږه له کومی هیله کوی چه خپل د غړیتوب پیسی د بانک له لاری په اتومات ډول ولیږی
۷-د ټولنی ځواب ورکونکی کسان د ټولنی د غړو د ځانګړتیاوو د پټ ساتلو سند لاسلیک کړی دی چه د نوموړو غړو ځانګړتیاوی به د بل چا په اختیار کی نه ورکوی.
۸- ټولنه په اوسنی حال کی د خپلو چارو د پر مخ بیولو لپاره دا لاندنی جوړښت لری
الف: د فرهنګی-دینی(مسجد) چارو کمیسون
ب: تدریسی کمیسون
ج:ددینی او ملی غونډو د نمانځنی کمیسون
د: د ښځو کمیسون
س: د ځوانانو کمیسون
هیله لرو چه د چارو دښه پر مخ بیولو په خاطر لږترلږه د ټولنی د پورتنی برخو څخه په یوه برخه کی مرسته وکړی ټولنه د پورتنی تشکیلاتو تر څنګ مشورتی غونډه هم لری چه دټولنی هر غړی کولای چه سی چه خپل نظرونه،انتقادونه او پیشنیهادونه د غړی په ټوګه وړاندی کړی.
۹- دا ټولنه د آفغا نانو ده او د افغا نانو لپاره ده او دافغانانو په ملاتړ ولاړه ده له دی امله تل هڅه کوی چه افغا نان او په ځانګړی توګه د لایډن دښار اوسیدونکی افغانان او دهغه د شا او خوا افغانان د ټولنی د مخو(هدفو) څخه خبر کړی
تر څو چه وکولای سی د مهاجرت په دی په نړی کی خپل سرنوشت و ټا کی.
۱۰- ټولنی تل د نورو ټولنو څخه د مرستی غوښتنه کړی ده
۱۱- ټولنه د (۱۳۹۱) لمریز کال په پیل کیدو سره د اپریل پر (۲۴) نیټه په هغه غونډه کی چه د لایډن په ښار کی جوړه سوی وه پرانیستل یی اعلان سول اود ټولنی د جوړیدو ضرورت او د هغی موخی(هدفونه) د غونډی و برخوالو ته ور څرګند کړل او همدارنګه په نوموړی غونډه کی دری تنه ځوانان چه دلارښودنی وهیت ته نومول سوی وه و برخوالو ته ور وپیژندل شول او د برخوالو تر کتنی وروسته نظر په وړتیا سره د لارښودنی د هیت په غړیتوب و منل شول.
۱۲- د (۲۰۱۲) کال د جون د میاشتی پر (۲۱) نیټه د ټولنی غړی را و غوښتل سوه چه یوله بله سره و پیژنی او همدارنګه نظرونه تبادله اووټولنی ته د افغانانو په راجلبولوکی مرسته وکړی.
۱۳- د افغانانو د(۲۰۱۲) د ودی او یووالی ټولنه و خپلو موخو(هدفو) ته درسیدولو له مخی و یوه فرهنګی او دینی مرکز ته اړتیا لری.
څر ګنده ده چه د یوه تعمیر د کراهی په هکله څه اقدام وشو او د معلوماتو له مخی د لایډن د ښار په برخه کی د یوه تعمیر میاشتنی کرایه د(۱۴۰۰-۱۸۰۰) یورو پوری ده په دا سی حال کی چه اوس د ټولنی د غړو شمیر (۴۴) تنو ته رسیږی
د (۱۸۰۰) یورو د راغونډولو لپاره ټولنه د (۱۸۰) تنو و غړیتوب ته اړتیا لری له دی کبله ستاسو ګرانو او دوستانو څخه هیله کیږی چه د نو غړو په راجذبولو سره د ټولنی سره په دی برخه کی چه موخه(هدف) یی د یوه مسجد، فرهنګی مرکز منځ ته راوړل دی مرسته وکړی تر څوچه خپله دینی،ایمانی او افغانی دنده مو تر سره کړی وی او په ګډه سره خپل کور د مهاجرت په نړی کی اباد کړو.
۱۴-د اګست د میاشی پر (۱۲) نیټه چه دروژی د مبارکی میاشتی د (۲۲) نیټی سره سمون لری ټولنی د مسجد او فرهنګی مرکز د ځانګړی بودجی د پیاوړ تیا په خاطر
د بیپروایک د بزار د دوکندارانو توجه د مالی مرستی لپاره جلب او (۵۷۰) یورو د مرستی په بڼه راغونډی سوی او هغه کسانو چه په دغه ورځ یی مالی او معنوی مرسته کړی ده د لوی خدای له درباره ستر اجر ورته غواړو.
۱۵-ټولنی د ښاروالی په مالی مرسته اود تدریسی کمیسون د نه ستړی کیدونکو هلوځلوپر بنسټ د پشتو،دری ،عربی او مشورتی درسونو(هالنډی ژبه،په ابتدایی سویه حساب) کورسونه پرانستی دی د افغانانو دودی او یووالی د ټولنی کورسونه د یکشنبی په ورځ د دوو بجو څخه تر څلورو بجو پوری د ماپښین د علاقه مندانو پر مخ خلاص دی.
د کورس ادرس:
Buurtcentrum op eigen wieken
Valkenpad 3-5
2317 AN Leiden
۱۶- ټولنه د نوموړی ځای سره دا خبره سپینه کړی ده چه د یکشنبی په ورځ د ماپښین د ۲بجو څخه تر ۴بجو پوری زموږ ګران افغانان کولای سی چه یو له بله سره دلته لیدنه کتنه او ملاقات وکړی.
۱۷-ټولنی د ښاروالی په ما لی مرسته او د ملی او دینی ورځو د کمیسون دغړود نه ستړی کیدونکو هلو ځلو په برکت و توانیدل چه د لوی اختر ورځ ستاسوهیوادوالو سره په ګډه ونما نځی چه په هغه کښی د ښاغلی قاضی صاحب ، ښاغلی خیبر، ښاغلی محمد حسین بیا نیو چه د هللنډ په ټولنه کی د ځوانانو د تربیی او مخدره موادو په هکله وه د کورنییو دتود هرکلی سره مخامخ سوه.
۱۸- ټولنی ستا سو ګرانو عزیزانو په مرسته او د مسجد د کمیسون د هڅو په لړ کی و توانید ل چه د لوی اختر لمونځ د افغانی امام په اما مت و سرته ورسوی چه په څرګند ډول سره د ۲۰۱۲کال د لوی اخترلموتځ د لایډن د ښار او د هغه د شاواوخوا سیمو اوسید ونکو افغانانو لپاره یی روښانه تو پیر درلود ، په ګډه سره د افغانانو ددی لماځه وسر ته رسول د لایډن د ښار او د هغه د شاواو خوا سیمو د افغا نانو د یووالی، راغونډ ید ولو او انسیجام پیل بلل کیږی چه دا پخپل ذات کی یو تاریخی او پا تیدونکی ګام د افغا نانو په اسلامی ټولنه کی شمیرل کیږی
ددی لپاره چه خپلی د اختر ورځی او همدارنګه نوری ملی ورځی د تل لپاره په توده افغا نی فضا کی و نمانځو او د خپلو مشرانو او د نظرد خاوندانود نصیحتونه څخه په دری، پښتو، هالنډی ژبو ګټه واخلو، د افغانی ټولنی و مادی او معنوی مرستی ته ستره اړتیاده
لدی کبله موږ ستا سوګرانو او با احساسه افغا نانو څخه چه د مسجد د ټولنیز کارو په برخه کی مو ونډه واخستله مننه کوو او و دی موخی(هدف) ته درسیدو لپاره ستاسو د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوو تر څو چه موږ او زموږ اولادونه یوه ورځ په ویاړ او غرور سره خپل دینی او ملی مراسم په دی ټولنه کی و نما نځو.
۱۹- ټولنه خپل ځانته د انټرنیټ پاڼه او برښنایی(ایمل) ادرس لری چه تاسو ګران عزیزان کولای سی چه خپل نظرونه او وړاندیزونه د هغه لاری واستوی.
www.acv-unity.com
د ټولنی ځواب ورکونکی و تاسو ته د اخلاص، رښتیا(صداقت) او روښنتیا(شفافیت) وعده درکوی
د افغا نانو ۲۰۲۱د یووالی او ودی ټولنه
د لایډن ښار ۳۰-۱۲-۲۰۱۲